دا ویبپاڼه د آرواښاد علامه عبدالحي حبيبي ژوند لیک او آثارو ته ځانګړی سوې ده.

د افغانستان معاصر ادب، تاريخ، ژبپوهني او لرغونپوهني او آثارو ته ځير سو نو داسي ليکني او آثار به نه وي چي د پوهاند حبيبي د ارزښت مند علمي پانګو څخه استفاده نوي سوې او خپاره سوي وي. د علامه حبيبي څيړني او تأليفات نه تنها په افغانستان بلکې دمنځنۍ آسيا، ختيځي آسيا هيوادو برسيره په ټول جهان کي منل سوي او د مؤخذ په توګه ور څخه استفاده کيږي.

علامه پوهاند عبدالحی حبيبي د ملا عبدالحق آخندزاده زوی، د مولوي عبدالرحيم آخندزاده لمسی او د علامه مولوي حبيب الله مشهور په محقق کندهاري کړوسی ؤ. ستر علامه حبيب الله آخندزاده مشهور په حبو آخندزاده کندهاری په ١٢هـ ق پيړۍ کي د کندهار په ښار کي د علم او پوهني ټولنه ايجاد کړې وه او په سلهاو ځوانان ئې روزلي وو چي په پښتو، فارسي او عربي ژبو کي ٣٣ کتابونه کښلي دي چي په خواشيني سره د علامه حبو آخندزاده ډېر څيړنيز او علمي ليکني د شرايطو او پيښو د زيان څخه په امن ندي پاته سوي يا د استفادې څخه وتلي او يا هم ورک سوي دي، ډير لږ شمېر اوس اوس د حيدرآباد، دکن، پېښور، د افغانستان ملي آرشيف او د علامه اکاډميشن پوهاند عبدالشکور رشاد په کتابتونو کي موجود دي چي د علامه حبو آخندزاده افکار د ابتکار څخه ډک او د علومو او فنونو د رنسانس دوره ئې راوستې وه.

علامه حبيبي د ځواني څخه په څېړنو او ليکنو بوخت وو. د ده آخيرنى علمى اثر کشف شاهنامه قبل از دورۀ مغل دى. ده خپل د عمر تر پای پوري په فارسي، پښتو او اردو ژبو تاريخ، د ژبو د پوهني تاريخ، د کتابونو پيژندنه، خوصاً چي په زوړ خراسان او اوسني افغانستان ايران او هند اړه لري او تاريخي جغرافيا مطالعو ته دوام ورکړ . علامه حبيبي خپل د ژوند په ٧٤ کلو کي ١١٧ کتابونه او رسالې کښلي دى او تقريباً ٥٠٠ علمي او ادبي مقالې يې جامعې ته وړاندي کړي دي.

اپنا تبصرہ بھیجیں